About

The Vice Chancellery of Academic Research drives research excellence through advanced facilities, dynamic academic initiatives, and strategic collaborations at Kandahar Univesity.

Home About

About Us

د کندهار پوهنتون د علمي څېړنو معاونیت د پوهنتون هغه ستر علمي بنسټ دی چې د څېړنو د ودې، علمي مقالو د تولید او خپرونې، او د څېړنیز ظرفیت د پیاوړتیا لپاره پر منظم میکانیزمونو کار کوي. دا معاونیت د پوهنتون د ټولو پوهنځیو د استادانو څېړنیز معلومات راټولوي، د علمي آثارو د کیفیت ارزونه ترسره کوي، او هر کال د غوره څېړونکو د ستاینې په موخه رسمي غونډه جوړوي. د نارنج او منډیګک علمي مجلو له لارې د پوهنتون څېړنیز فعالیتونه ملي او نړیوالو لوستونکو ته رسېږي، او د مسلکي پرمختیايي مرکز (PDC)، لابراتوارونو، څېړنیزو مرکزونو او نورو اړوندو واحدونو په همغږۍ سره د علمي کیفیت د لوړولو لپاره دوامداره کار کوي.

دغه معاونیت د پوهنتون د علمي اعتبار د پیاوړتیا، د څېړنو د جوړښت منظمې ادارې، او د علمي نوښتونو د ملاتړ بنسټیز رول لري. د څېړنو وړاندیزونه، مجلې، کلنۍ راپورونه، ځانګړي څېړنیز پروګرامونه، او د علمي اړیکو جوړول د همدې معاونیت له لارې ترسره کېږي. د څېړنو معاونیت د استادانو او محصلینو د څېړنیزو فعالیتونو د هڅونې لپاره ګټور اقدامات کوي، د څېړنیزو مرکزونو لکه پاچا خان مرکز، لابراتوارونو او فارمونو له لارې عملي کار ته زمینه برابروي، او د تحقیق او علمي پرمختګ په برخه کې د پوهنتون په ستراتیژیک لید کې مهم ځای لري.